د چين بهرنيو چارو وزارت: چين به د افغانستان په اقتصادي سمسورتيا کې ډېر مهم رول ولوبوي
CMG2021/12/21 14:51:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په شلمه نېټه وويل، چې د جلغوزو هوايي دهليز د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ مهم پل ګڼل کيږي.

نوموړي وويل، چې چين به د افغان کرهنيزو توليداتو واردات پياوړي کړي او د خپلو رښتينو کړنو له لارې به د افغانستان په اقتصادي بيارغونې کې ډېر مهم رول ولوبوي.

 د افغانستان زيات جلغوزي په دې وروستيو کې د هوايي دهليز له لارې شانګهای ته ليږدول شوي او په لنډ وخت کې د چيني مشتريانو له لوري واخيستل شول. يوه خبريال په همدې ورځ د چين د بهرنيو چازو وزارت په خبري ناسته کې له وياند څخه د ياد خبر د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه.

جاو لي جيان نوموړي خبريال ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې افغان جلغوزي ښه کيفيت او شهرت لري. په افغانستان کې هر کال د جلغوزو توليدي اندازه نژدې شل زرو ټنو ته او صادراتي ارزښت يې ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيږي او تر سلو زرو زياتو افغانانو ته د کار زمېنه برابروي، نو د جلغوزو سوداګري د دغه هېواد د مالياتو مهمه سرچينه او د زياتو افغان بزګرانو د عايداتو يوازېنۍ رېښه بلل کيږي. افغانستان په وچه کې راګير  هيواد دی، نو د ټرانسپورتي نيمګړتياوو او د جګړو د منفي اغېزو له امله د دغه هيواد د   جلغوزيو  پېر او پلور ځنډيږي.

جاو لي جيان وويل، چې کوچني جلغوزي د زرګونو افغانانو د ژوند لپاره حياتي ارزښت لري. په ۲۰۱۸م کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه له افغانستان څخه چين ته د هوايي دهليز له لارې د جلغوزو صادرات پيل شول او په څلورو مياشتو کې يې دننه افغانستان ته د ۱۵ ميليونو امريکايي ډالرو ګټې ورسولې.

د شمېرنې له مخې، هر کال له ۳ زرو ټنو څخه تر ۵ زرو ټنو پورې افغان جلغوزي چين ته ليږدول کيږي، چې له امله يې افغانانو او چيني مشتريانو ته ګټې رسيږي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې د روان کال له اګست راهيسې پر افغانستان د امريکا د اقتصادي بنديزونو له امله ۳۹ ميليونه افغانان له بحران سره  مخ شوي دي. چين د افغانستان د دوستانه ګاونډي او صميمي ملګري په توګه له دغه هېواد سره د بشر دوستۍ مرستې کړي او په زياتو لارو چارو يې له دغه هېواد سره د اقتصادي او د خلکو د ژوند د ستونزو په حل کې مرستې کړې دي.

 چين د روان کال په اکتوبر کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت په غوښتنه د دغه هېواد ځانګړو باروړونکو الوتکوو ته بيا اجازه ورکړه او په  دې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهليز بيا پرانيستل شو. يوه ځانګړې الوتکه چې پکې ۴۵ ټنه جلغوزي بار وو، د نومبر په لومړۍ نېټه د شانګهای هوايي ډګر کې  کېناستله.

 د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي وپلورل شول. تر اوسه ۱۱۷۰ ټنه افغان جلغوزي په ۲۶ ځانګړو الوتکو کې چين ته ليږدول شوي او افغانانو ته يې د شاو خوا ۱۶ ميليونو امريکايي ډالرو په اندازه ګټې رسولې دي.

نوموړي زياته کړه، چې چين به د اقتصادي بيارغونې په چارو کې د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو ميکانيزم تر چوکاټ لاندې دغه هېواد ته د زعفرانو په شمول د افغان کرهنيزو توکو د ننوتنې لپاره هڅې وکړي.