د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د يو تازه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د يادې نېټې د ماسپيښين تر ۳ بجو او ۲۹ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۵۰۴ زره او ۶۰۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۷۳ ميليونو، ۹۰۰ زره او ۳۳۴ ته رسېدلی دی او په همدې مودې کې د يادې وبا له امله ۵۴۹۰ کسان مړه شوي، چې په دې سره یې عمومي شمېر ۵ ميليون، ۳۵۱ زرو او ۸۱۲ ته رسېدلی دی.
(شکريه)