د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصاد نړيوال فورم د ډسمبر په شلمه نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه فورم کلنۍ غونډه، چې ټاکل شوې وه، د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې د سويس په داوس کې تر سره شي، د کرونا وبا له امله وځنډوله.
په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د کرونا ويروس د نوې بڼې اوميکرون د خپرېدو پر وړاندې د کلنۍ غونډې جوړونه له ډېرو ننګونو سره مخ ده، نو د اوسني پلان له مخې به دغه کلنۍ غونډه د راتلونکي کال په دوبي کې ترسره شي.