چين: د شينجيانګ د سمسورتيا ګام به لا ګړندی او چټک شي
CMG2021/12/21 14:51:57
شريکول:

د امريکا کانګرس په دې  وروستيو کې د اويغور تش په نوم د جبري  کارونو د مخنيوي قانوني سند تصويب کړی  دی. د چين او بهرنيو چارو وزارت وياند جاو  لي جيان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتی غونډه کې  وويل، چې د شينجيانګ د سمسورتيا ګام به د  امريکايي سياستوالو له بې ځايه تورونو او  بې اساسه پړې سره سره لا ګړندی او چټک شي.  

جاو لي جيان وويل،  چې په امريکا کې کابو ۵۰۰ زره ماشومان کرنيزو کارونو ته اړ شوي  دي. په امريکا کې په تېرو ۵ کلونو کې هر کال لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان د جبري کارونو لپاره پلورل شوي  دي.

جاولي جيان زياته کړه،  چې امريکايي سياستوال دې لومړی خپلو چارو ته پاملرنه واړوي او له هغو ماشومانو او بې  وزله خلکو سره، چې جبري کارونو ته اړ شوی مرستې وکړي.  (شکريه)