د چین مرکزي حکومت په هانکانګ کې له ډيموکراسۍ څخه کلک ملاتړ کوي
CMG2021/12/21 14:58:53
شريکول:


د چین د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې د اومې دورې د مقننې شورا انتخابات په برياليتوب سره ترسره شول. د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په ۲۰مه (په یو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو په چوکاټ کې د هانکانګ د ډيموکراسۍ پرمختګ ) تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې د هانکانګ د ډيموکراسۍ د پرمختګ بهير او د چین د مرکزي حکومت دا دريځ څرګند شوی، چې هانکانګ بايد د خپلو حالاتو له مخې ډيموکراتیک نظام غوره کړي او مرکزي حکومت  ترې  کلک ملاتړ کوي.

په دغه کتاب کې هغو پوښتنو ته څرګند ځوابونه ويل شوي، چې چا د هانکانګ له ډيموکراسۍ څخه ملاتړ کړی او چا خرابېدونکې کړنې ترسره کړي؟

تاريخ ته په کتو، بريتانيې يوه نيمه پېړۍ هانکانګ مستعمره کړی  او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستلی و، خو هانکانګ هغه مهال هېڅ ډيموکراسي نه درلوده. کله چې هانکانګ په ۱۹۹۷م کال کې د چین له سترې برخې سره يو ځای شو، نو هانکانګیانو په لومړي ځل په یو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو چوکاټ کې د خپلې سيمې د ادارې حق تر لاسه کړ.

واقعیتونه دا ښيي، چې د هانکانګ اوسنی ډيموکراتیک نظام په یو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو له تګلارو او د هانکانګ له حالاتو سره سمون لري او دا يې تضمین کړې، چې هانکانګیان د ډيموکراسۍ پراخ حقونه او ازادي لري.

 د هانکانګ د ډيموکراسۍ پرمختګ تل خنډونو سره مخ وي. په یاد سپين کتاب کې هم دې ته اشاره شوې، چې په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د هانکانګ د ډيموکراتيک پرمختګ په بهير کې راپورته شوي ستونزې په ډیموکراسۍ پورې اړه نه لري، خو په یو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو په ساتلو پورې اړه لري.

په دې بهير کې د چين او هانکانګ مخالفينو د بهرنيو هيوادونو په ملاتړ د هيواد د پاشل کېدو کړنې ترسره کړي او چين يې پر وړاندې مقابله وکړه او په حقيقت کې همدغو مخالفینو او بهرنيو ځواکونو د هانکانګ د ډيموکراسۍ د پرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي.

کله چې د هانکانګ د ډيموکراسۍ پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ و، د چین مرکزي حکومت په هانکانګ کې د هېواد ملي امنیت قانون جوړ او تطبيق کړ، چې له کبله يې د هانکانګ وضعیت ارام  او د دې سيمې د ډيموکراسۍ پرمختګ بیا عادي شو. د هانکانګ د اومې دورې د مقننې شورا انتخابات يې یو ښه مثال دی.

د یوې شمېرنې له مخې، څه باندې ۱ ميليون او ۳۰۰ زرو هانکانګیانو په دغو انتخاباتو کې برخه اخيستلې او په  خپله خوښه يې د يادې  شورا ۹۰ غړي انتخاب کړي دي. د څېړونکو په اند، د مقننې شورا ۹۰ وکیلان ټول د رايګيرۍ له لارې ټاکل شوي او دا له ۲۴ کلونو راهيسې لومړی ځل دی، چې هانکانګيان په  خپله خوښه خپل استازي ټاکي او همدغه وکیلان د هانکانګ ټولنې د بېلا بېلو برخو استازیتوب کوي.

د هانکانګ ډيموکراسي عادي پرمختګ کوي، خو دا د ځينو لوېديځو هېوادونو نه خوښېږي. امريکا، بريتانيا، کاناډا، استراليا او سينګاپور د روانې میاشتې په ۲۰مه د بهرنیو چارو وزیرانو تش په نوم یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او د هانکانګ پر یادو انتخاباتو يې بې ځایه تورونه لګولي دي. له دغې اعلامیې څخه نه یوازې د چین د پرمختګ د مخنيوي په اړه د دغو هېوادونو شوم نیت څرګندېږي، بلکې ترې ښکاري، چې همدغه هېوادونه د هانکانګ د ډيموکراتيک پرمختګ اصلي خرابوونکي هم دي.

واقعیتونو دا تائيده کړې، چې هر هېواد او هره سيمه بايد له خپلو حالاتو سره سمون لرونکې ډيموکراسي غوره کړي، که هانکانګ په پټو سترګو غربي ډيموکراسي تمثیل کړي، نو ځان ته به تاوتریخوالی او ناورین راوړي. نو هانکانګ باید له خپلو حالاتو سره سم مناسب ډيموکراتیک نظام غوره کړي او د چین مرکزي حکومت به ورڅخه تل کلک ملاتړ وکړي.