په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: نړيواله ټولنه دې په ټول توان د افغانستان د وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي
CMG2021/12/21 17:08:30
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرام د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه له سينهوا خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چې د افغانستان وضعيت د سيمې له ثبات سره تړلی او پر نړيوالې سولې او ثبات هم پوره اغېزه لري، نو نړیواله ټولنه دې په ټول توان د دغه هېواد د وضعيت د خرابېدو د مخنيوي لپاره اغېزمن اقدامات غوره کړي.
نوموړي وويل، چې اوس افغانستان په بشري او اقتصادي بحرانونو کې راګير او اقتصادي وده يې د بشپړ سقوط له خطر سره مخامخ شوې، که د دغه هيواد اقتصاد سقوط وکړي، نو ګڼ شمېر خلک به له افغانستان څخه ووځي او پر پاکستان، ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو، ان اروپايي هېوادونو به اغېزه وکړي.
 نوموړي په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ، چې د افغانستان اقتصادي سقوط د تاوتريخوالي او کورنۍ شخړې سبب هم ګرځېدلی شي، که افغانستان يوځل بيا په شخړو او ګډوډو کې راګير شي، نو په دغه هېواد کې به د نشه يي توکو قاچاق  او نور جرمونه او ترهګريز فعاليتونه هم ورسره زيات شي.
نوموړي هيله وښوده، چې نړیواله ټولنه مثبت رول ولوبوي او له افغانستان سره اړينې مرستې وکړي.