شي جين پينګ د شيا من ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰ مې کليزې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2021/12/21 16:19:13
شريکول:

 
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد شيا من ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو د ۴۰ مې کلیزې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
نوموړي په دغه پيغام کې ویلي، چې شيا من ځانګړې اقتصادي سيمې په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين د کمونېست ګوند تر پياوړې مشرۍ لاندې ډېر پرمختګونه او د دغه هېواد د ورخلاصون او سوسياليستي چارو په برخه کې ډېر خدمتونه کړي او د دغه هېواد د خلکو د يووالي په برخه کې يې هم ځانګړی رول لوبولی دی.
 
شي جين پینګ ويلي، چې د شيان من پرمختګونو دا ثابته کړې، چې د ځانګړو اقتصادي سيمو د ابادولو په اړه د چين د کمونیست ګوند تګلارې سمې او اغېزمنې دي.