د چين د مرسته شوو ژمنيو توکو بله جوپه به افغانستان ته ورسيږي
CMG2021/12/21 15:11:58
شريکول:

د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د افغانستان له بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولايتونو سره د ژمنيو توکو مرسته کړې ده.
 
 په کابل کې د چين سفير وانګ يو او د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست معين د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه د دغو توکو د سپارلو مراسمو مشري وکړه. 
د چين سفير وانګ يو وويل، چې په دغو توکو کې وچه ډوډۍ، پوډري شيدې، ژمنۍ جامې او بوټونه شامل دي او عمومي ارزښت يې څه باندې درې ميليونو يوانو ته رسیږي او ژر به په اورګاډو کې افغانستان ته ورسيږي.
نوموړي زياته کړه، چې چين له افغانانو سره د دوستۍ تګلارې عملي کوي او هيله لري، چې په افغانستان کې ژر سوله، ثبات، قومي همغږي او سمسورتيا راشي.