امريکايي ځواکونو په منځني ختيځ کې ډېرې استخباراتي تېروتنې کړي
CMG2021/12/21 15:15:50
شريکول:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو له ۲۰۱۴م کال راهيسې د منځني ختيځ پر څو هېوادونو هوايي بمبارۍ کړي، چې له امله يې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نيويارک ټايمز وايي، چې څه باندې ۱۳۰۰ راپورونه ښيي، چې امريکايي ځواکونو په دغو هوايي بريدونو کې ډېرې استخباراتي تېروتنې کړي او موخې يې دقيقې نه وې، چې له امله يې د ماشومانو په شمول زرګونه ملکيان وژل شوي او ډېر ژوبل شوي دي.

د امريکا حکومت بريدونه تاييد کړي، خو وايي، چې ځواکونو يې په هوايي بريدونو کې د لوړې کچې بې پيلوټه الوتکې کارولي او پر سمو موخو يې بمونه غورځولي دي او ملکيانو ته يې مرګژوبله نه ده اړولې. خو د يادو راپورونو نتيجه د دوی له خبرو سره مطابقت نه ښيي.

 

امريکايي ځواکونو په يادې مودې کې د منځني ختيځ پر څو هېوادونو بريدونه کړي او ۱۶۰۵ ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو دقيق شمېر د يادې شمېرې په پرتله زيات دی، خو لا تر اوسه هېڅوک د دغو ناسمو بريدونو له امله نه دي محکمه شوي او چا ته پکې سزا نه ده ورکړل شوې.

(غاټول)