ولاديمير پوتين: روسيه به د ځواکونو پرمختګ ته دوام ورکړي
CMG2021/12/22 12:51:14
شريکول:

د سيڼهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد د دفاع وزارت په يوه غونډه کې وويل، چې روسيه به د خپلو ځواکونو سيستماتيک پرمختګ ته دوام ورکړي، ان که لويديځ هېوادونه د روسيې د خونديتوب لپاره د تضمين د برابرولو رسمي ژمنههم وکړي، خو حکومت به يې خپلو ځواکونو ته پرمختګ ورکړي.

پوتين وويل، چې امريکا او ناټو د روسيې سرحداتو ته نژدې خپل ځواکونه راغونډ کړي او د لويې پيمانې نظامي تمرينونه تر سره کوي، نوموړي د امريکاې او ناټو دغه کړنه د اندېښنې وړ وبلله. هغه زياته کړه، چې روسيې امريکا ته د خونديتوب د تامين مسوده وړاندې کړې، خو که امريکا د روسيې د خونديتوب د تامين په اړه رسمي او قانوني ژمنې وکړي، بيا به يې هم دغه ژمنه د باور وړ نه وي. ځکه کله چې امريکا د کوم لاسليک شوي نړيوال تړون په اړه علاقه ونه ښيي، نو به په خپله خوښه تړون ماتوي، چې د توغنديو ضد له تړون او د پرانيستي اسمان له تړون څخه د امريکا وتل د دغه وضعيت ښکاره بېلګې بلل کيږي.