چين د امريکا د غېر قانوني بنديزونو په ځواب کې متقابل تدبيرونه اعلان کړل
CMG2021/12/22 13:10:54
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د ماليې وزارت د ډسمبر په لسمه نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کورني قانون له مخې يې د چين پر څلورو چارواکو بنديزونه لګولي او د دوی په وينا دغو ۴ چارواکو په شينجيانګ کې پر بشري حقونو تېری کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د ډسمبر په ۲۱مه نېټه وويل، چې امريکا د کورني قانون له مخې د شينجيانګ د بشري حقونو د تش په نوم مسئلې په پلمه پر چيني چارواکو غېر قانوني بديزونه لګولي دي. نوموړي د امريکا دغه کړنه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه وبلله او و يې ويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته يې سخت زيانونه رسولي دي. چين د امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او سخته غندنه يې کوي.

چين د امريکا د غېر قانوني بنديزونو په ځواب کې د امريکا د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېټې پر مشر، مرستيال او نورو ۲ اغړو بنديزونه لګولي او دغه کسان نشي کولی، چې چين ته داخل شي، په چين کې د دوی پيسې او مالونه کنګل شوي او له چيني اتباعو او ادارو سره د دوی سوداګريز تګ راتګ بند شوی دی.