د نړيوال کېدو فکري ارګان: د چين اقتصاد د نړيوالو سوداګريزو همکاريو لپاره زيات فرصتونه برابروي
CMG2021/12/22 12:57:54
شريکول:

د نړيوال کېدو فکري ارګان د ډسمبر په ۲۱مه نېټه (( د پرمختګ تر نوي جوړښت لاندې د چين د نړيوالو اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او وړاندوينې )) راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د ډيجټلي اقتصاد، زرغون اقتصاد، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او خدمتي چارو په برخو کې د نړيوالو همکاريو روښانه امکانات شتون لري او د چين اقتصاد د نړيوالو سوداګريزو همکاريو لپاره زيات فرصتونه برابروي.

ياد راپور وايي، چې د اقتصاد د يووالي جريان، ډيجټلي اقتصاد او د استعداد لرونکو کسانو او مسلکي کسانو درلودل د چين د اقتصادي پرمختګ درې عمده خوځنده ځواکونه بلل کيږي. بر سيره پر دې، چين د موثريت، بازار موندنې، سرچينې او پانګونې په برخو کې د نړيوالو تصديو لپاره ډېره جاذبه لري.