د چین لايحه د ښې نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي
CMG2021/12/22 14:35:56
شريکول:

د روان ۲۰۲۱م کال په درشل کې په نړۍ کې ډېر بحرانونه او بدلونونه رامنځته شول. مونږ  يوازې د چين رول په پام کې نيولو سره کولای شو، چې د نړيوالو حالاتو په اړه دقيق اټکل او تحليل وکړو، ځکه د چين اهميت ورځ تر بلې په زياتېدو دی.

جو بایډن په ۲۰۲۱م کال کې د امريکا د ولسمشر په حیث لوړه وکړه،  خو کله چې نوموړي د امریکا د چارو واګی لاس کې اخيستی، د نړيوالو پاملرنه د امریکا او چین اړیکو، د تایوان مسئلې او سوداګریزې جګړې په څېر مهمو مسئلو ته اوښتې ده او همدغه مسئلې د نړۍ پر وضعیت پراخه او لويه اغېزه لري.

د ایران اټومي مسئله هم په ۲۰۲۱م کال کې نوي پړاو ته ننوتله.

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت دوره پای ته ورسيده  او جو بایډن لوړه وکړه. څه موده وروسته په ایران کې هم نوی حکومت واک ته ورسید او د ایران د اټومي خبرو اترو په تړاو د نړۍ پر وړاندوینې يې پوره اغیزه وکړه. که څه هم یو شمېر خلک د ایران د اټومي خبرو اترو د امکاناتو په اړه خوشبین دي، خو د بایډن حکومت په خپلو کړنو سره وښوده، چې امريکا به د ټرمپ حکومت د تګلارو په څېر ورته کړنو ته دوام ورکړي، نو ځکه د ایران اټومي خبرو تراوسه د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې سياسي بدلونونه هم د نړيوالو حالاتو پر پرمختګ لویه  اغیزه لري. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل په سیمه کې د قدرت توازن د بدلولو لپاره یوه مهمه پېښه ده.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د چین له حکومت سره غيرې رسمي اړیکې ټینګې کړي او په دې سره په سیمه کې یو ځل بیا د چین مهم نفوذ څرګند شو. بر سېره پر دې، چين د ايران د ذروي مسئلې په خبرو اترو کې هم مهم رول لوبولی او د ايران د ذروي خبرو اترو د پرمختيا لپاره يې خپل کوښښونه کړي دي. له دې ټولو څخه څرګندېږي، چې چين نن ورځ د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکي هېواد او د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې مهم ځای لري او اغېزمن هېواد دی.

کرونا وبا په ډېرو هېوادونو کې د اقتصادي رکود لامل شوې، خو چين د اقتصادي بيارغونې په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی او د نړيوالو لپاره د چين تګلاره د مطالعې وړ ده.

له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې، چين د پرمختللي مديريت او توليدي سيسټم له لارې نه يوازې په کور دننه وبا کنټرول کړې، بلکې له نړيوالې ټولنې او نورو هېوادونو سره يې د دې وبا د مخنيوي په برخه کې هم همکارۍ کړي او چارو يې ښه اغېز ښندلی دی. د نړۍ په ګڼو هېوادونو ایران، ترکیې او متحده عربي اماراتو کې د کرونا ضد د چیني واکسین د کارولو له امله د ناروغانو د مړینې شمېر کم شوی دی.

که نړيوال د چين له خوا وړاندې شوې د" يووالي د پياوړتيا او د ښې نړۍ د جوړولو" مفکوره عملي کړي، نو نړيوال بحرانونه به په اغېزمنه توګه کنټرول او اداره شي. که د چين له لايحې څخه د ټولو هېوادونو ملاتړ وشي، ګډ پرمختګ به يو ارمان پاتې نشي او زموږ نړۍ به نوره هم  ښه او پرمختګ به وکړي.