چين د فلسطين په نيول شويو ځمکو کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن دی
CMG2021/12/22 12:55:06
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د منځني ختيځ او فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډه کې د فلسطين په نيول شويو ځمکو کې د امنيت د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې په روان کال کې د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د اسرائيلي پوځيانو او پوليسو په عملياتو کې ګڼ شمېر فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د اسرائيلو د زورزياتي کړنې سختې شوي او بريدونه يې ډېر کړي دي.

چين له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې سړه سينه او زغم وساتي، پر عامو خلکو له زيانمنو کړنو څخه دې ډډه وکړي او د حالاتو د آرامولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي. اسرائيل بايد د بشر دوستۍ د نړيوال قانون مسئوليت پلی کړي، د فلسطين په نيول شويو ځمکو کې بايد د ځايي خلکو او د دوی مالي خونديتوب تامين کړي، د بريدونو او زورزياتي پېښو په اړه بايد پلټنې تر سره کړي او بيا دې اړوندو مجرمينو ته سزا ورکړي. په عين وخت کې، د اسرائيلو د ژوند حق او د امنيت مناسبې پاملرنې ته دې درناوی وشي.