د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه، د چيلي د ولسمشر په توګه د ګابريل بوریک د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې چيلي د جنوبي امریکا لومړی هېواد دی، چې له نوي چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړي او د دغو اړيکو وده له اوږدې مودې راهیسې له لاتيني امريکايي هېوادونو سره د چين د اړيکو په لومړۍ کرښه کې قرار لري.
شي جين پینګ په دغه پيغام کې هيله ښودلې، چې له ولسمشر ګابريل بوريک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو د پرله پسې پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.