شي جين پينګ د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2021/12/22 11:46:03
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۲۱مې نېټې په شپه د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره ټليفوني خبرې وکړې، نوموړي وويل، چې چين له جرمني سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، په دې وروستيو کلونو کې د چين او جرمني تر منځ همکارۍ چې د زمانې د پرمختګ له اصولو سره سمې روانې دي او ښه همکاريزه نښه ګڼل کېږي. راتلونکی کال د چين او جرمني تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی، دواړه خواوې بايد د خپلمنځي اړيکو د لا ښه او دوامدار پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې څلور وړانديزونه وکړل. لومړی، چين او جرمني دې په ستراتيژيک لحاظ خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي، دوهم، دواړه هېوادونه دې د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ تر سره کړي، درېيم، دواړه هېوادونه دې له نړيوالو ننګونو سره ګډ مقاومت وکړي او نړيوالې ادارې کې لا مهم رول ولوبوي.

شولز په خپلو خبرو کې وويل، چې جرمني به د متقابل درناوي او اعتماد پر اساس د دواړو خواوو تر منځ هراړخیزې ستراتیژيکې دوستانه اړیکې نورې هم نژدې کړي، د پاکې انرژۍ، ډيجیټلي اقتصاد او خدماتي چارو په برخه کې به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي، د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د هڅولو لپاره به ښه رول ولوبوي او د هر اړخيزم د ساتنې لپاره به له چين سره ګډ کوښښونه وکړي.

هغه د چين او اروپا تر منځ د پانګونې تړون د ژر نافذېدو هيله هم څرګنده کړه. (شکريه)