د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۱ نېټه د يو تازه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د يادې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱۵ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۵۴۳ زره او ۴۱۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۷۴ ميليونو، ۶۲۸ زره او ۴۶۱ ته رسېدلی او په همدې مودې کې د يادې وبا له امله ۶۴۸۸ کسان مړه شوي، چې په دې سره یې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۳۵۸ زرو او ۹۷۸ ته رسېدلی دی.
(شکريه)