د چين سره صليب ټولنې د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته مرستندويه مالونه برابر کړي
CMG2021/12/22 11:36:07
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته د چين د سره صليب ټولنې لخوا د مرستندويه توکو د برابرولو مراسم د ډسمبر په ۲۱مه نېټه تر سره شول.
په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يوو او د دغه هېواد د سرې مياشتې ټولنې رئيس مولوي مطیع الحق خالص هم ګډون کړی و.
د چين لوی سفير وانګ يوو په دغو مراسمو کې وويل، چې د چين د مرستندويه توکو دغې جوپې کې روغتيايي او ښوونيز توکي شامل دي او دا له افغانانو سره د چينايانو د ژورې دوستۍ ښکارندوي کوي. ګڼ شمېر افغانان په روان سخت ژمي کې له سختو ننګونو سره مخ دي، هيله ده، چې دغه توکي د افغانانو د اوسنيو ستونزو لېرې کولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې مشر مولوي مطیع الحق خالص د چين ياده مرسته ډېره مهمه او اړينه وبلله او ويې ويل، چې پر اړمنو افغانانو به يې وويشي. چين د افغانستان ښه ګاونډی دی او په دې وروستيو کې يې د افغانستان د اقتصادي سمسورتيا لپاره هڅې کړې دي.
نوموړي هيله وښوده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ راکړه ورکړه زياته شي او همدا لار يې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره اغېزمنه او دايمي لار وبلله او له چين سره يې د دايمي دوستانه اړيکو د ساتنې هيله وښوده ! (شکريه)