امريکا بايد د خپلو جنګي جرمونو د نه تکرارولو او جبران لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي
CMG2021/12/22 13:04:00
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۱مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، چې په بهرنيو هېوادونو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د عامو خلکو بې توپيره وژنه وحشتناکه ده. امريکا بايد د دغو کړنو په اړه جدي پلټنې تر سره کړي او اړوندو مجرمينو ته بايد سزا ورکړي او د خپلو تېروتنو د نه تکرارولواو جبران لپاره بايد رښتيني ګامونه پورته کړي.

د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان، عراق او سوريې کې تر ۵۰ زرو زيات هوايي بريدونه کړي دي. په منځني ختيځ کې د امريکا هوايي بريدونو د " استخباراتي نيمګړتياوو" له امله د ماشومانو په ګډون زرګونه عامه وګړي وژلي دي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند ويلي، چې که څه هم امريکايي ځواکونه د نړۍ تر ټولو پرمختللې تکنالوژۍ لري، خو بيا يې هم کړنې له تېروتنو سره مل وي او دوی به ترې زده کړې وکړي او د دغسو زيانونو د مخنيوي لپاره به هڅې وکړي.

جاو لي جيان په خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې له يادو خبرو څخه ښکاري، چې امريکا د خپلو جنګي جرمونو په اړه جدي رويه نه لري او د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په برخو کې د امريکا رياکارانه بڼه يو ځل بيا نړيوالو ته په ډاګه شوې ده.