د امريکا بد نيت به خامخا ناکاميږي
CMG2021/12/23 15:39:56
شريکول:

د چين حکومت په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې امريکا د خپل کورني قانون له مخې د شينجيانګ د بشري حقونو په پلمه پر څلورو چيني چارواکو غېرقانوني بنديزونه لګولي او چين اړ شوی، چې د بهرنيو بنديزونو ضد له قانون سره سم د امريکا د يادې کړنې په ځواب کې د دغه هېواد د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېټې پر مشرې، مرستيال او نورو ۲ غړو بنديزونه ولګوي.

چين د امريکا د يادې کړنې په مقابل کې قانوني، موجه او اړين ګام پورته کړی او له دې لارې يې نه يوازې خپل ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ حقوق ساتلي، بلکې په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او مساوي حاکميت اصول يې هم ساتلي او د بادارۍ او زورواکي سياست ضد رويه يې څرګنده کړې ده.

پر اړوندو چيني چارواکو د امريکا تش په نوم بنديزونه د درواغو او جعلي معلوماتو له مخې لګول شوي او لاملونه يې بې بنسټه دي. چين له تېرې اوږدې مودې راهيسې بيا بيا نورو ته په شينجيانګ کې د ترهګرۍ د مخنيوي د تدبيرونو د مهم ارزښت او د دې سيمې د سمسورتيا او پرمختګ په اړه معلومات ورکړي دي، خو امريکايي سياستوال د حقيقت او مشخصو معلوماتو پر وړاندې ړوند او کوڼ رول لوبولی او د خپلو سياسي موخو لپاره يې د درواغو ويلو او د “ممثلينو” د استخدام له لارې يې پر  چين د بې بنسټه تورونو د لګولو لپاره هڅې کړي، څو خپل ناپاک نيت پوره کړي. امريکا په حقيقت کې غواړي د شينجيانګ د پرمختګ مخه ونيسي او له دې لارې د چين پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د امريکا ياده ناوړه کړه وړه د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه او د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو نړيوال سيستم به هم زيانمن کړي. چين له دې نه مخکې څو څو ځلې خپل دريځ بيان کړی، چې د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او امريکا پکې د لاسوهنې حق او اجازه نه لري؛ که امريکا خپلو ناوړو کړو وړو ته دوام ورکړي، نو چين به مجبور شي، چې په ځواب کې يې اړين او قوي تدبيرونه ونيسي.

د چين د بنديزونو په تازه خپور شوي لېست کې ۴ امريکايان د دغه هېواد د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېټې غړي دي. نوموړي سازمان تل د چين ضد سياسي تعصب ښکاره کړی او له زياتو کلونو راهيسې يې د چين د مذهبي تګلارو او وضعيت د بدنامولو او د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې راپورنه خپاره کړي دي. نو د چين له لوري د دغه سازمان پر څلورو عمده غړو د بنديزونو لګول دقيق او اغېزمن تدبير بلل کيږي.

د امريکا د نړيوالې مذهبي ازادۍ کمېټې مشرې ماينزا څو څو ځلې د چين او شينجيانګ په اړه جعلي معلومات خپاره کړي او کړنې يې ډېرې خرابې دي. نوموړې په يوه مرکه کې دروغجنه ادعا کړې، چې چين تر ميليون زيات اويغوريان په” کمپونو” کې بنديان کړي دي. نوموړې د امريکا د پارلمان په يو علني فعاليت کې هم ګډونوال وپارول، چې د شينجيانګ د بشري حقونو د پلټنې غږ پورته کړي. د هغې دا ډول ناوړه کړنې به اخر هم د هغې په زيان تمامې شي.

د امريکا جعلي معلومات او ناوړه کړنې حقيقت نه شي بدلولی. د شينجيانګ مسلمانان په جوماتونو او خپلو کورونو کې عادي مذهبي فعاليتونه تر سره کوي او ټول د چين قانون ته درناوی لري. په شينجيانګ کې ليدل کيږي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ځايي مذهبي ځايونو شرايط ښه شوي، په جوماتونو کې د برېښنا، اوبو او مخابراتو تاسيسات بشپړ شوي او طبي خدمتونه، الکترونيکي سکرينونه او ايرکنډېشنونه پکې فعال شوي دي.

د شينجيانګ د چارو په اړه د چين دريځ نه بدلېدونکی دی او د بهرنيو ځواکونو لاسوهنې ته به پکې هيڅ اجازه ورنه کړي. د شينجيانګ د چارو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا نيت به خامخا ناکاميږي. امريکا بايد پر چيني چارواکو تش په نوم بنديزونه ژر ليري کړي او د شينجيانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې بايد لاسوهنه ختمه کړي. که امريکا په خپله خوښه ناوړو کړنو ته دوام ورکړي، چين به يې پر وړاندې وضعيت ته په کتو اړين ګامونه پورته کړي. هر هغه هېواد، چې د چين ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ ته زيانونه رسوي او د بشري حقونو د لارښوونکي رول لوبول غواړي، خامخا به يې بيه پرې کوي.