انټونیو ګوټريس: په لبنان کې د ملګرو ملتونو ميشت ځواکونه په ترينګلې سيمه کې د ثبات نښه بلل کېږي
CMG2021/12/23 10:15:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس څو ورځې مخکې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د میشتو ځواکونو له لنډمهالي مرکز څخه د ليدنې په وخت کې ويلي، چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو میشت ځواکونه په ترينګلې سیمه کې د ثبات نښه بلل کېږي. 

ګوټریس د روانې میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې لبنان ته سفر کړی او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو له لنډمهالي مقر څخه يې د لیدنې په وخت کې وويل، له یوې مودې راهیسې، د اسرائيل او لبنان په سرحدي سيمه کې هېڅ لویه نښته نه ده رامنځته شوې او دا په لبنان کې د ملګرو ملتونو د میشتو ځواکونو مهم رول ګڼل کېږي. (هيله)