چين به د چاپيريال ساتنې پر اساس د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړي
CMG2021/12/23 15:10:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د چاپيريال ساتنې پر اساس د اولمپيک لوبو تر سره کول د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو اصل دی. چين د سپورټي چارو پرمختګ او د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه يو ځای کړي او د ژمنيو لوبو د تر سره کېدو په وخت کې به ښکلی طعبيت هم وساتي.

نوموړي زياته کړه، چې بېجينګ او هه بې ولايت په دې وروستيو کلونو کې په پراخه توګه د ونو کېنولو چارې تر سره کړي، اوس د بېجينګ ښار ۴۴ سلنه ځمکه او د دې ښار ۵۹ سلنه غرنۍ سيمې په ځنګلونو پوښل شوې دي. د هه بې ولايت د جانګ جيا کو په ښار کې د ځنګلونو مساحت له ۱۸۰ زرو کيلومترو څخه هم زيات دی. چين به د چاپيريال ساتنې او شفافيت پر اساس او په خلاصه او سپيڅلې رويه د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې تر سره کړي. (شکريه)