افغان کډوال ولی بېرته خپل وطن ته نه شي را ستانه کیدای؟
CMG2021/12/23 14:55:35
شريکول:

د افغانستان سرپرست حکومت په وروستيو کې په يوه خبري ناسته کې له هغو افغان کډوالو څخه غوښتنه وکړه، کوم چي په وروستیو کې له افغانستان څخه بهر ته کډوال شوي، تر څو بېرته خپل وطن ته را ستانه شي او خپل عادي ژوند پيل کړي. د هغه په خبره دغه کډوال په بهرنيو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو او مشکيلاتو سره مخ دي، نو پر دغو کډوالو غږ کوي چې بېرته خپل وطن ته راستانه شي. په عين وخت کې افغان چارواکي له م.م او بشري سازمانونو څخه هم غواړي چې د افغان کډوالو د ژوند حالت ته پاملرنه وکړي او هغوی ته لازمې مرستې برابرې کړي. په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان کډوال فيض ګل سره مرکه وکړه چې پخوا يې د سما تلويزيون خبريالي کول. هغه وويل چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ تر وتلو وروسته زمونږ ګران هېواد اوس له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او کافي خواړه  او کاري فرصتونه نه شي برابرولی. په افغانستان کې د اوسنيو ستونزو پړه له امريکا سره تړاو لري. هغوی باید د دغو بحرانونو پړه پر غاړه واخلي.

۲۷ کلن فيض ګل د افغانستان د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو يو نيم کال دمخه د جګړې له امله اړ شوی چې ايران ته کډه شوی او اوس هلته د ساختماني کارکوونکي په توګه خپله دنده مخته دوړي. هغه وويل چې یو نيم کال دمخه د نا امني او اقتصادي ستونزو له کبله ايران ته کډوال شوی يم. دلته فزيکي کارونه کوم او په يوه میاشت کې ۲۰ ورځې کار شته. په ايران کې له ډېرو کړاونو سره مخ يو، د بېلګې په توګه هره ورځ کار نه شته، د اوسېدو ځای مو ښه نه دی او د ايران په هر ځای کې چې کار کوم هلته يخني وي. حقوق مو کافي اندازه نه دي، له کور څخه لېری يو او داسې نور. دلته د ايرانيانو معاش د افغان کډوالو په پرتله لوړ دی، تقريبأ دوه برابره دی. د بېلګې په توګه زما معاش دوه سوه تومنه دی او د ايرانيانو درې نيم سوه تومنه دی.

په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له کبله زرګونه افغانان بې کوره شوي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د يوې شمېرنې له مخې په ایران او پاکستان کې څه باندې څلور مليونه افغان کډوال شتون لري. دوی په بهرنيو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو او مشکيلاتو سره مخ دي. د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ويلي چې دغه افغانان د کډوالو په هغو کمپونو کې اوسيږي چې شرايط يې خراب دي. دوی دې بېرته خپل وطن ته ستانه شي او د افغانستان په دننه کې کار وکړي. خو ډېرو کډوالو ويلي چې دوی بېرته افغانستان ته نه شي ستنېدای. په دې اړه ښاغلي فيض ګل وويل چې ټولو ته معلومه ده چې افغانستان اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو او بحرانونو سره مخ دی او په دې جمله کې نا امني او اقتصادي ستونزې عمده مشکیلات بولم. د خلکو پر وړاندې د خوړو، څښاک او تيلو بيې ډېرې لوړې دي او کاري فرصتونه لږ دي. خو په ايران کې کار پيدا کولای شم او ترې د ګټو تر اخيستلو وروسته پيسې کور ته استوم. نو شخصآ د ژوند د فشارونو پر وړاندې دې ته اړ شوی یم چې دلته پاتی شم.

د ښاغلي فيض ګل په اند، ولی ډېر افغان کډوال اړ شوي چې په بهرنيو هېوادونو کې پاتي دي، لامل يې د ژوند او اقتصاد له ستونزو سره تړاو لري. خو هغه وويل چې د دغو ستونزو د رامنځته کېدو مسوليت او پړه بايد د امریکا پر غاړه وي. له شلو کلونو راهيسې جګړې او کشالې افغانستان ته ډېر زيانونه رسولي او د دې هېواد اقتصاد یې ويجاړ کړی دی. خو اوس امريکا په نامسولانه توګه له دې هېواد څخه وتلې چې له دې کبله ډېر کسان له بشري بحران سره مخامخ دي.هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د دغو ستونزو مسؤله امريکا ده، خو امريکا به هېڅکله دا پړه پر غاړه وا نه خلي. هيله لرم چې دوی تر هر څه لومړی پر افغانستان اقتصادي بنديزونه ليری کړي تر څو نور افغانان ونه ځوريږي، له افغانستان سره  دي رښتينې مرستې وکړي او خپل وطن ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دي زمينه برابره کړي.