حبوبات د خلکو د ژوند لپاره ډېر
مهم او بنسټيز توليدات دي. د چين د شمېرنې د ملي ادارې له تازه شمېرې سره سم، د سږ
کال په مني کې د چين د حبوباتو توليدي اندازه ۵۰۸ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو
کيلوګرامو ته رسېدلې، چې د پروسږ کال د مني په پرتله ۱.۹ سلنه زياتوالی ښيي. سږ کال
د چين د حبوباتو عمومي توليدي اندازه ۶۸۲ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه کيلوګرامه ښودل
شوې، چې دغه رقم د پروسږ کال په نسبت ۲ سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز د چين د حبوباتو
عمومي توليدي اندازه په تېرو مسلسلو ۷ کلونو کې له ۶۵۰ ميليارډو کيلوګرامو څخه هم
اوښتې ده او دا د خوراکي توکو د ثابتې بيې لپاره ښه بنسټ برابروي. (شکريه)