په نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۷۵ میلیونو، ۲۳۳ زرو او ۸۹۲ تنو ته رسېدلی
CMG2021/12/23 09:54:27
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د ډسمبر په ۲۲مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۷ بجو ۵ او دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۵۴۱ زره او ۳۱۹ نوې پېښې زياتې شوي، چې عمومي شمېر يې ۲۷۵ میلیونو، ۲۳۳ زرو او ۸۹۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغه ویروس له امله ۵۷۳۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ ميليونو، ۳۶۴ زرو او ۹۹۶ ته رسېدلی دی. (هيله)