د
مالوماتو له مخې، د جاپان د توکيو برېښنا شرکت د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد
اټومي کميټې ته سمندر ته د فوکوشيما برېښناکوټ ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان
وړاندې کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيانګ د روانې مياشتې په
۲۲مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د جاپان د دغې کړنې په اړه وويل، چې چين
سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د جاپان له يو اړخيزې پرېکړې سره
ټينګ مخالفت کوي.
نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د فوکوشيما د ذروي ککړو اوبو خوشي کول د سمندر له ايکولوژيکي چاپيريال او د خلکو له روغتيا سره نژدې اړيکې لري او دا د جاپان کورنۍ چارې نه دي. جاپان بايد د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د نړيوالې ټولنې اندېښنې په پام کې ونيسي او خپله ناسمه پرېکړه دې لغوه کړي. جاپان حق نه لري، چې د نړيوالې ټولنې له منظورۍ پرته سمندر ته ذروي ککړې اوبه خوشې کړي. (شکريه)