د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۳ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د همدې مياشتې په ۲۲ مه نېټه له افغانستان سره د مرستو په پار په متفقه ډول ۲۶۱۵م نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ او په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون هم په خپلو خبرو کې په پوره مانا د چين دريځ بيان کړ.
جاو لي جيان زياته کړه، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی او دوست هېواد دی او د افغانستان وضيعت له نږدې څاري او له بېلا بېلو لارو ورسره مرستې کوي.
چين په ملګرو ملتونو هم غږ وکړ، چې د افغانستان مسئلې په برخه کې همغږی رول لوبوي او زياتې مرستې ورسره وکړي.