محمود عباس د امريکا د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار جک سوليوان سره وکتل
CMG2021/12/23 10:05:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په رام الله ښار کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جک سوليوان سره کتلي او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې او د فلسطين او امريکې ترمنځ د اړیکو په اړه يې بحثونه کړي دي. 

د فلسطين خبري اژانس خبر ورکړی، چې عباس په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې اسرائيل بايد د فلسطين د خاورې نیونه او د یهودیانو د استوګنځیو جوړونه ودروي او له نړیوالو پرېکړو سره سم بايد د منځني ختيځ سوله ييز بهير بيا پيل کړي. نوموړي د فلسطين او امريکې ترمنځ د اړيکو ټينګښت او په دې بهير کې د خنډونو ليرې کول ډېر مهم بللي دي. 

سولیون په خپلو خبرو کې د اسرائیل او فلسطین د دواړو هېوادونو لایحې په اړه خپله ژمنه بيا تائید کړې او ويلي يې دي، چې ښکیلې خواوې بايد د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)