د چين د ازادې سوداګرۍ تړون د پلې کېدو نړيوال همکاريز فورم پرانيستل شو
CMG2021/12/23 15:12:11
شريکول:

د چين د ازادې سوداګرۍ تړون د پلي کېدو نړيوال همکاريز فورم د ډسمبر په ۲۲مه نېټه د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې په نان نينګ ښار کې پرانيستل شو، د فورم برخوال په دې اند دي، چې چين د څو اړخيز تجارتي ميکانيزم د ساتلو لپاره ډېر کوښښونه کوي او کرونا وبا د ډېرو چارو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړي، نو بېلا بېلې خواوې بايد له اوسنيو ننګونو سره د مقاومت لپاره همکارۍ او ګډې نظريې لا پراخې او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو او نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

د چين د نړيوال تجارت د هڅونې کميټې مشرې ګاو يان په همدې ورځ د ياد فورم په پرانيستلو مراسمو کې وويل، چين د ازادې سوداګرۍ سيمو جوړولو ته په درنه سترګه ګوري، د ازادې سوداګرۍ تړون لاسليکول د چين او سيمه ييزو هېوادونو تر منځ د معاملو او پانګونو د اسانېدو لپاره ډېر ګټور او اغېزمن دی. اوس د نړيوالو پانګونو د پرمختګ ګام ورو شوی، خو د توليدي ځنځير او غرضې ځنځير د تنظيمولو سرعت ګړندی شوی او بېلا بېل هېوادونه بايد واقعي هر اړخيزم پلی او سيمه يیزې همکارۍ نژدې کړي او د معاملو او پانګونو د لا ازادېدو او اسانېدو لپاره خپل رول ولوبوي. (شکريه)