د چين بشري حقوقو څيړنيزې کمېټې د امريکايي ډيموکراسۍ د محدوديتونو او نيمګړتياوو راپور خپور کړی
CMG2021/12/23 15:13:20
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين بشري حقوقو څيړنيزې کميټې د ډسمبر په ۲۳مه نېټه د امريکايي ډيموکراسۍ د محدوديتونو او نيمګړتياوو په تړاو راپور خپور کړی او پکې يې په ډاګه کړې، چې په امريکا کې د رايګيرۍ په مرکزيتوب جوړ شوی ډيموکراتيک سياست بشپړ نه دی او دغه هېواد اغېزمن سياسي نظام نه لري.

دغه راپور د امريکايي ډيموکراسۍ تاريخي محدوديتونو، واقعي نيمګړتياوو، په ډيموکراتيکو چارو کې د تور پوستو او ژيړ پوستو د ګډون محروميت، د انديانو ځپل او په سياسي چارو کې د ښځو د ګډون محدوديت او ځينې نورې نيمګړتياوې په ګوته کړې دي. له دې راپور څخه څرګندېږي، چې امريکايي ډيموکراسۍ چې پکې يو اړخيزم، دوه ګونې معيارونه او پيسو ته لومړيتوب ورکول کېږي، د ډيموکراسۍ شکلي بڼه لري. (شکريه)