چين د امریکا د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي قانون سره مخالت وکړ
CMG2021/12/24 15:24:25
شريکول:

امريکا د ډسمبر په ۲۳ مه نېټه د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسوده تصويب کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امریکا پر حقيقتونو سترګې پټې کړي، په لوی لاس یې د چين د شينجيانګ د بشري حقونو وضعيت بدنام کړی، د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له اصولو څخه يې سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده مداخله کړې ده، نو ځکه چين د امريکا له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په شينجيانګ کې د جبري کارونو او نژاد ختمولو په اړه خپاره راپورونه د چين ضد ځواکونو پروپاګند او ګونګوسې دي. د دغې سيمې اقتصاد او ټولنې د ليدو وړ پرمختګونه کړي، خو امریکا بيا هم د خپلو شخصي موخو په پار د دغې سيمې په اړه پروپاګند او ګونګوسې خپروي او غواړي، چې د دې سيمې سمسورتيا او ثبات خراب کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.