د مصر حکومت په نوې اداري پلازمينې کې د کابينې لومړۍ غونډه تر سره کړه
CMG2021/12/24 11:01:59
شريکول:


د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر حکومت د ډسمبر په ۲۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په همدې ورځ يې په نوې اداري پلازمينې کې د کابينې لومړۍ غونډه تر سره کړې ده.

 

په اعلاميې کې راغلي، چې د غونډې ګډونوالو د کرونا وبا پر وړاندې د روانې مبارزې او مصريانو ته د واکسين ور کولو په شمول د دې هېواد د سياسي، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ د مهمو موضوعاتو په باب بحثونه کړې دي.

د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي په يادې غونډې کې ويلي، چې نوې اداري پلازمينې ته د دې هېواد د ادارو ليږدول د دې ښکارندويي کوي، چې د مصر اداره نه يوازې نوې شوې، بلکې دغه هيواد به د حکومتي اداري توان نور هم  پياوړی او د ډيجيټلي خدمتونو سويه به لوړه کړي او د اوسنيو ننګونو پر وړاندې به لا ښکلې اينده برابره کړي.

(غاټول)