د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې
ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په مسکو کې په کلنۍ لويه مطبوعاتي
غونډه کې پر دې ټينګار کړی، چې روسيه ختيځ ته د ناټو نور پراخېدل نه شي
منلی.
نوموړي وويل، روسيې څو څو ځله دا څرګنده کړې، چې ختيځ ته د ناټو لا پراخېدل د منلو وړ نه دي او زياته يې کړه، چې ناټو د شلمې پېړۍ په ۹مه لسيزه کې ژمنه کړې، چې دغه سازمان به د ختيځ پر لور نه پراخوي، خو اوس يې په رومانيا او پولنډ کې د وسلو سيستمونه ځای پر ځای کړي دي. امريکا د روسيې د دروازې پر وړاندې توغندي ځای پر ځای کړي او دغه کړنه د امريکا په استازيتوب د ناټو د شوې ژمنې پر ضد علنۍ دوکه او دروغ بلل کېږي.
نوموړي وويل، چې امريکا د روسيې د امنيت
ساتنې تړون مسودې ته مثبت غبرګون ښودلی او ښايي دواړه خواوې د راتلونکي کال په پيل
کې په ژنيو کې د دغه تړون په اړه خبرې وکړي. برسيره پر دې، روسيه به د اروپا د
امنيت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کې له لوېديځو هېوادونو سره هم اړوندې خبرې اترې
تر سره کړي. (شکريه)