د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۲۲مه نېټه له افغانستان سره د بشري مرستو په هکله يوپرېکړه ليک تصويب کړی دی.
د چين د بهرنيو چازو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، چې چين له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د م.م له همغږۍ او ښه رول لوبولو څخه ملاتړ کوي او له ټولو نړيوالو همکارانو څخه غواړي، چې له دې هېواد سره زياتې مرستې وکړي.
نوموړي وويل، چې د امنيت شورا ځينو غړو په ياد پرېکړه ليک کې له افغانستان سره د مرستو لپاره ځيني شرایط ټاکلي، چې دا د مرستو له موخې څخه سرغړونه ده. د چين په اند دغه هېوادونه دې په هر حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره سياسي شرايط نه ټاکي او دغې مسئلې ته دې سياسي رنګ نه ورکوي.
د م.م امنيت شورا باید له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
جاو لي جيان زياته کړه، چې ناټو د افغانستان د اوسني بحران پړه پر غاړه لري، نو بايد د دې هېواد شتمني ژر ازاده کړي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای دې د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ او د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)