د جاپان د حکومت سرمنشي هيروکازو ماتسونو د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ، چې د توکيو اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کميټې رئيسه سيکو هاشيموتو، د اولمپيک ملي کميټې رئيس ياسوهيرو ياماشيتا او د پراولمپيک کميټې رئيس موري هيجي به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې برخه واخلي.
هيروکازو ماتسونو وويل، چې د جاپان حکومت ياده پرېکړه کړې ده. (شکريه)