په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۷۶ ميليونه، ۴۳۶ زره او ۶۱۹ ته رسېدلی
CMG2021/12/24 10:49:23
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۳مه نېټه يو نوی راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشتې د ۲۳مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۶ دقيقو پورې ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۲۲ زره او ۲۷۸ زيات شوی او عمومي‌ شمېر يې ۲۷۶ ميليونه، ۴۳۶ زره او ۶۱۹ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۸۰۰۸ زيات شوی او عمومی شمېر يې ۵ ميليونه، ۳۷۴ زره او ۷۴۴ ته رسېدلی دی.