د شينجيانګ مهرباني
CMG2021/12/24 14:34:31
شريکول:

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو او د افغانستان د لنډمهالي حکومت د طبيعې پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست مرستیال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د شينجیانګ لخوا د مرسته شويو توکو د انتقال په مراسمو کې ګډون کړی و.

شينجيانګ له افغانانو سره د درې ميليونو يوانو په ارزښت مرسته کړې، چې پکې وچه ډوډۍ، شيدې، ګرمې جامې او بوټان شامل دي او پر بې وزلو خلکو به وويشل شي، چې سوړ ژمی ښه تېر کړي.


شینجیانګ له افغانستان سره ګډه پوله او ډېرې ښې طبیعي او کلتوري سرچينې لري او لوېديځ ته د چین یوه کړکۍ هم بلل کېږي. شينجيانګ په تېره یوه اوږده موده کې د توندلارۍ او ترهګرۍ ښکار ګرځيدلی و، چې له امله یې ګڼ شمېر خلک او اقتصاد يې سخت زيانمن شوی و. د شينجيانګ خلک ښه پوهيږي، چې سوله او ارامي د پرمختګ بنسټ دی.

د چین حکومت د توندلارۍ او ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره د شینجیانګ له حالاتو سره سم یو لړ اغېزمن او کلک تدبيرونه نيولي، چې د شینجیانګ د وګړیو ژوند او امنیت د ساتلو په عین وخت کې يې د وګړیو د ژوند سویه هم لوړه کړې ده او اوس د شينجیانګ په ټولنه کې زیات بدلونونه راغلي دي.

په شينجيانګ کې له تېرو ۵ کلونو راهيسې د ترهګرۍ هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې او خلک يې په سولې او ارامۍ کې  کار او ژوند کوي. په همدې مودې کې د شينجيانګ د ښوونې او روغتیا چارې او د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې هم په هراړخیزه توګه هڅول شوې دي. د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې، د شينجيانګ په کليوالو سیمو کې ۳ ميليونه، ۶۴ زره او ۹ سوه بېوزله کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

فاتح ګلي  د شینجیانګ د کشغر سيمې د قاغلق ولسوالۍ د که څکېچک کلي په یوه فابریکه کې د تخنيکي ګروپ مشره ده. درې کاله مخکې هغه د دې کلي د سختو بېوزلو کسانو په لېست کې شامله وه، د ګنډلو تخنیک تر زده کړې وروسته يې اوس معاش لوړ شوی او په ۲۰۲۰م کال کې يې کلني عایدات له ۳۰ زرو یوانو اوښتي وو. د هغې تر لارښوونې لاندې، اوس څه باندې ۶۰ نجونې د ګنډنې هنر زده کوي. فاتح ګلي وايي، چې مخکې په شتمنۍ هېڅ نه پوهېده، خو اوس يې درک کړې، چې ژوند يې ښه شوی او شتمنه شوې ده.

يوه شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۲۰م کال کې د شينجيانګ د توليداتو عمومي ارزښت له ۱ زرو او ۳ سوو ميليارډو یوانو څخه زیات و، چې دا د وړم کال په نسبت درې اعشاريه څلور سلنه زیاتوالي ښيي. تېر کال د شينجيانګ په ښارونو او ولسواليو کې ۴۶۱ زره کسان پر دندو ګومارل شوي او د هر تن په سر منځني عایدات يې ۲۳ زرو او ۸۴۵ یوانو ته رسيدلي، چې دا د وړم کال په پرتله 3.2 سلنه زیاتوالی ښيي. ويل کېږي، چې د شينجيانګ خلک اوس ښه ژوند لري او په مينې او مهربانۍ يې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې د ۳ ميليونو یوانو په ارزښت پر دغې اوسنۍ مرستې سربيره، په تېر اکتوبر او نومبر کې دوه ځانګړي اورګاډي چې نږدې زر ټنه مرستندویه توکي پکې بار وو، د شينجيانګ له مرکز ارومچي ښار څخه د افغانستان پر لور وخوځېدل. په شيجیانګ کې ګڼ شمېر مرستندویه توکي راټول او په کانتينرونو کې ځای پر ځای شوي دي. له دې څخه ښکاري، چې شينجيانګ د کرونا وبا ضد د مبارزې او د خلکو د کار او ژوند د تضمین په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري.

دغه لاسته راوړنې د ګردې نړۍ پر وړاندې پرتې دي او د امريکې په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو پروپاګڼد او درواغ يې نشي پټولی.

د شينجيانګ د ټولنې ثابت پرمختګ او د دې سيمې د خلکو خوشحالي د ګونګسو پر وړاندې د مقابلې تر ټولو پياوړې وسلې دي.