امريکا د بشري حقونو ساتلو په برخه کې هېڅ رښتيني ګامونه نه پورته کوي
CMG2021/12/24 15:23:30
شريکول:

     نیویارک ټایمز په دې وروستیو کې د یو لړ راپورونو په خپرولو سره په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو د بمباریو له امله د ځايي ملکي وګړیو د مرګژوبلې واقعي حالات خپاره کړي دي. دغه راپورونه د پلټوونکې خبريالې عظمت خان په هڅو ليکل شوي دي.

   د یوې شمېرنې له مخې، د امريکې ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې په عراق، افغانستان، سوريې او یمن کې څه باندې ۹۰ زره بمبارۍ کړي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۴۸ زره ملکي وګړي وژل شوي دي. خو سپينې ماڼۍ په دې اړه یوازې بخښنه هم نه ده غوښتې. د امريکې د مرکزي قوماندانۍ ویاند بيل وربن ویلي، چې که څه هم تر ټولو مخکښه تکنالوژي لرو، خو له تېروتنو څخه هم انکار نه شو کولای، او موږ به له خپلو تېروتنو څخه د عبرت درس واخلو.

د امريکې د تش په نوم تېروتنو له امله، لسګونه زره کورنۍ د وير پر ټغر ناستې دي. خو امريکې هېڅ جبران نه دی ورکړی او اړوندو مسئولینو ته يې هم هېڅ  سزا نه ده ور کړې. ایا همدا د بشري حقونو د ساتلو په اړه د امريکې اصول دي؟