د روسيې ولسمشر پوتين د ډسمبر په ۲۳مه نېټه مسکو کې په کلنۍ لويه خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو هغه پرېکړه غلطه او د منلو وړ نه ده، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو پرانيستونکو مراسمو ته خپل استازي نه لېږي. د دوی موخه د چين د پرمختګ مخنيوی دی.
پوتين وويل، چې د امريکا په شمول ځيني هېوادونه غواړي، چې د يادې پرېکړې له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. د دوی دغه پرېکړه غلطه ده او غواړي سپورټ په سياست ورګډ کړې او له دې لارې لنډمهالې سیاسي مسئلې حل کړي. دوی بايد په دې پوه شي، چې د چين د پرمختګ مخه نشي نيولی.