د ۲۰۲۱م کال د نړۍ لس مهم اقتصادي‌ خبرونه
CMG2021/12/25 14:48:21
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ‌ د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په۲۰۲۱م کال کې د نړۍ لسمهم اقتصادي‌ خبرونه خپاره کړل.

لومړی، شل کاله کېږي چې چين د تجارت نړيوال سازمان کې شامل شوی دی. چین په تېرو شلو کلونو کې خپل مسئوليتونه او ژمنې پوره کړي او په فعاله توګه یې په نړيوالو اقتصادي‌ همکاریو کې ګډون کړی دی.

دوهم،‌ د چين او لاوس ترمنځ  رېل پټلۍ پرانيستل شوه.

درېيم، د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په ۲۶مه غونډه کې د پاريس تړون د پلي کېدو د مشخصو مقرراتو‌ په اړه موافقه جوړه شوې. چين په فعاله توګه د اقليمي‌ بدلون ضد نړيوالې ادارې ته وده ورکړې.

څلورم، په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت لا ډېر سخت دی او د زياتو هېوادونو د توليد او عرضې ځنځير له خطرونو سره مخ دی.

پنځم، په نړۍ کې يو شمېر هېوادونو نرمې پولي تګلارې پلي کړي. د امريکا انفلاسیون تر پخوانيو ۴۰ کلونو زيات دی.

شپږم، د غلو دانو نړيواله بيه تر پخوانيو لسو کلونو لوړه ده او نړۍ د غلو دانو له بحران سره مخ ده، کوم چې تر تېرو ۵۰ کلونو ډېر سخت دی.

اوهم، د انرژۍ د عرضې او تقاضا نابرابري رامنځته شوې او يو شمېر هېوادنه د انرژۍ د کمبود له خطر سره مخ دي.

اتم، امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي او په تېرو شلو کلونو کې يې په دغه هېواد کې څه باندې ۲۰۰۰ ميلیارد ه امريکايي ډالره لګولي دي.

نهم، په نړۍ کې د زرغون انرژۍ موټرونه ډېر پرمختګ موندلي او د بازار ونډه يې زياته شوې ده.

لسم، د فضانوردۍ اقتصاد او فضايي سيلانيزې چارې د چټک پرمختګ په حال کې دي.