د چين دوهمه جوپه د کرونا ضد واکسین نيکاراګوا ته رسېدلې ده
CMG2021/12/25 14:28:45
شريکول:

د چين دوهمه جوپه د کرونا ضد واکسین نيکاراګوا ته رسېدلې ده

له نيکاراګوا سره د مرستې لپاره د چين دوهمه جوپه د کرونا ضد واکسین د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د نيکاراګوا پلازمېنې ماناګوا ته رسېدلې، چې د ځايي واکسينېدو تطبيق ته به وده ورکړي.

په همدې ورځ ياده جوپه واکسين،‌ چې د چين د سينوفارم شرکت لخوا جوړ شوی، د ماناګوا نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده. د نيکاراګوا د ولسمشر سلاکار لاوريانو اورتيګا، د عامې روغتيا وزير مارتا ريېس او په نيکاراګوا کې د چين د سفارت اوسنی مسئول يو بو د يادې جوپې واکسین د تسليمۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

اورتيګا په خپله وينا کې له چين څخه مننه څرګنډه کړه. هغه وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د بيا ټینګېدو وروسته، نيکاراګوا د يو چين پېژندلو پر اصل ټینګار کوي او په راتلونکي کې به له چين سره دوستي‌ ژوره کړي او خپلمنځي اړيکو ته به وده ورکړي.

یو بو وويل، چې د يادې جوپې واکسین له رسېدو څخه دا په ډاګه شوه، چې چين غواړي‌ له نيکاراګوا سره په ګډه د کرونا وبا ضد مبارزه وکړي. دا کار د نيکاراګوا له خلکو سره د چينايانو دوستي د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره يو ښه پيل دی.