ايران د اسرائيل د ګواښ په ځواب کې په پوځي تمرين کې توغندي وويشتل
CMG2021/12/25 15:11:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ايران د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په يو لوی ګډ پوځي تمرين کې د بېلو ډولونو ۱۶ توغندي وويشتل. د دغه هېواد د وسلوالو پوځونو لوی درستيز محمد باقري په همدې ورځ وويل، چې دغه پوځي تمرين د اسرائيل د وروستۍ ګواښوونکې کړنې په ځواب کې جوړ شوی.

د ايران د نيوز تلويزيون خبر ورکړ، چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ په همدې ورځ د پوځي تمرين په وروستۍ ورځې کې د ليرې، منځنې او لنډې سيمې ۱۶ توغندي ويشتلي او ټولو توغنديو ټاکلي موخې په نښه کړي دي.

نوموړي وويل، چې د ايران دغه تمرين د اسرائيل د وروستۍ ګواښوونکې کړنې په ځواب کې متقابل قدم دی.