څوک باید د عامو امریکایانو لپاره د دې ستونزمن کرسمس مسؤل وي
CMG2021/12/25 15:11:51
شريکول:

 

واشنګټن پوسټ لیکي: "حتی د کرسمس ونه هم ۲۰۲۱ کال له اقتصادي ګډوډۍ څخه نه شي تښتېدلي. " د امریکا د کرسمس ونې ټولنې د اټکل له مخې، سږ کال د کرسمس د ونې بیه له ۱۰ څخه  تر ۳۰ سلنې پورې لوړه شوې ده.  

د کرسمس ونې ګرانه بيه د عامو امریکایانو د ژوند لګښتونو د دوامداره زیاتوالي يوه نښه ده. د نومبر په مياشت کې د امريکا د انفلاسيون کچه ۶ اعشاريه ۸ سلنې ته رسيدلې، چې د تېرو ۳۹ کلونو په پرتله تر ټولو لوړه کچه ده. د خوراکي توکو، انرژۍ، موټرونو، د کور د کرايې او نورو توکو د بيو د پام وړ لوړوالی راغلی دی. دغه راز د امريکا د کارګرو وزارت د شمېرنې له مخې، د نومبر په میاشت کې د انفلاسیون پرته د امریکایانو ریښتیني ساعت معاش د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله يو اعشاریه ۹ سلنه کم شوی.  

په حقیقت کې، عام امریکایان دې ته اړتیا نه لري، چې د دغه هېواد د حکومت له خوا خپور شوی د اوسېدونکو د مصرفي بيو ګرافي (CPI)  وګوري، ځکه چې، د دوی د  هرې ورځې لګښتونه دوی ته دا جوته کوي، چې پیسې یې کمېږي.

ښاغلی ګلين او د ده مېرمن د ۱۱۰ زرو امریکایي ډالرو کلنی عاید لري. دوی په دې وروستيو ورځو کې په یوه مرکه کې وويل، چې د سفر بیې لوړې شوې نو ځکه یې د کرسمس د سفر پلان لرې کړی دی. د کرایې، خواړو او تېل د لوړو قیمتونو پر وړاندې، هغه خلک چې حتی معاش نه لري او یا هم ټیټ عاید لرونکي دي، ډېر ناامنه ژوند لري او دا کرسمس نور هم ستونزمن دی. بلومبرګ پدې وروستیو کې د امريکا د سرشمیرنې ادارې ډاټا حواله کړې، چې د کرونا وبا او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله، د ډسمبر په پيل کې له ۲۱ ملیونو څخه ډیر امریکایانو کافي اندازه خواړه نه درلودل.

نه یوازې لوړو نرخونو د امریکایانو لپاره د رخصتۍ فضا کمزورې کړې، بلکې د کرونا وبا هم یو لامل دی. دا مهال د اوميکرون ویروس د امريکا ۵۰ ایالتونو ته خپور شوی او په دغه هېواد کې د نویو ثبت شویو پیښو شمېر د څو پرله پسې ورځو لپاره له ۲ لکو څخه ډېر شوی دی. د امريکا د روغتیا د څېړنيز انسټیټیوټ مشر کولینز خبرداری ورکړی، چې اوميکرون ويروس کولی شي په امريکا کې په یوه ورځ کې د ثبت شویو قضیو شمیر ۱ ميلیون ته لوړ کړي.