شينجيانګ د امريکا د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسودې پر ضد جدي اعلاميه خپره کړه
CMG2021/12/25 15:09:46
شريکول:

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د امريکا د هغې ناوړې کړنې پر ضد جدي اعلاميه خپره کړه، چې دغه هېواد (( د اويغوريانو د جبري کارونو د مخنيوي مسوده )) د قانون په توګه تصويب کړې ده.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د امريکا دغه ناوړه کړنه د بشري حقونو په پلمه د سياسي لاسوهنې او اقتصادي بادارۍ عمل دی او رښتينې موخه يې دا ده، چې  غواړي د شينجيانګ ثبات او پرمختګ ويجاړ کړي او له دې لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. په دغه اعلاميه کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت او د بېلا بېلو قومونو خلکو د امريکا د دغې کړنې سخته غندنه کړې او ورسره يې ټينګ مخالفت څرګند کړی دی.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې په شينجيانګ کې د کارونو او روزګار د هڅولو چارې د ځايي خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهمه پروژه بلل کيږي. له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې په شينجيانګ کې د استخدام شويو کسانو عمومي شمېر له ۱۱ ميليونو،۳۵۲ زرو او ۴ سوو تنو څخه ۱۳ ميليونو ۵۶۰ زرو تنو ته زيات شوی او د زياتوالي انډول يې ٪۱۹.۴ سلنې ته رسيدلی دی. د کارونو د زياتوالي تر څنګ، د استخدام شويو کسانو کاري ارادو ته درناوی شوی او د دوی حقونه د قوانينو له مخې ساتل شوي دي، نو تش په نوم جبري کارونه شتون نلري.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د شينجيانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هيڅ بهرنی حکومت او ځواک پکې د لاسوهنې حق او اجازه نه لري. د امريکا نوموړې مسوده بې ځايه کاغذ دی او د شينجيانګ د ودې پر جريان به هيڅ اغېزه ونه کړي.