په کابل کې د چين د مرستندويه توکو د ويشلو مراسم تر سره شول
CMG2021/12/25 15:14:54
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي حکوت د مهاجرينو وزارت د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په کابل کې د دغه هېواد ۳۴ ولايتونو ته د چين د بشري مرستندويه توکو د ويشلو مراسم تر سره کړل. د مهاجرينو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.

د چين د سره صليب ټولنې د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې ته د لسو ميليونو يوانو په ارزښت د طبي چارو، د خلکو د ژوند او ښوونې مرستندويه توکي ورکړي. حقاني په مراسمو کې وويل، چې د مهاجرينو وزارت به ژر دغه مرستندويه توکي د هېواد د ۳۴ ولايتونو بېوزلو خلکو ته ورسوي.

نوموړي د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې چين د افغانستان ښه ګاونډی دی او د افغانستان لنډمهالی حکومت د چين د دغو مرستندويه توکو ډېره مننه کوي.