د چين د کمونېست ګوند د تاريخ زده کړو ته د بيا کتنې غونډه تر سره شوه
CMG2021/12/25 17:55:52
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه ګوند د تاريخ په اړه د ګوندي غړو د زده کړو مهم لارښوونکی امر وکړ او و يې ويل، چې دغه کار د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې يوه مهمه پريکړه ده او موخه يې دا ده، چې د ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت د تېرو تجربو پر بنسټ د چارو نوی پرمختګ وموندل شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې له دغو زده کړو څخه دې ګټورې تجربې راغونډې شي او د دايمي زده کړو نظام دې جوړ شي، تر څو د زده کړو لاسته راوړنې لا ټينګې او اغېزمنې شي.

د چين د کمونېست ګوند د تاريخ زده کړو ته د بيا کتنې غونډه د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي وانګ هو نيګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه. هغه له ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د رئیس شي جين پينګ د مهم امر له مخې دې د ګوند د تاريخ زده کړې پياوړې کړي او اړوند امرونه او پريکړې دې په ټينګه توګه پلې کړي.