په ۲۰۲۱م کال کې د چين لس مهم اقتصادي خبرونه
CMG2021/12/25 15:27:30
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ په ۲۰۲۱م کال کې د چين د لسو مهمو اقتصادي خبرونو لېست خپور کړ.


لومړی، چين لومړۍ سل کلنې موخې پوره کړې، هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او د پرمختګ څوارلسم پنځه کلن پلان یې خپور کړی دی. د دغه هېواد په کليو کې د اوسني معيار له مخې ۹۸ ميليونه او ۹۹۰ زره بېوزله کسان له غريبۍ څخه وتلي دي.

دوهم، د چين د حبوباتو توليدي اندازې نوی ريکارډ ټينګ کړی. د چين د احصائيې ملي ادارې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد د غلو دانو توليدي اندازه ۶۸۲ ميليارډه او ۸۵۰ ميليونو کيلوګرامو ته رسېدلې، چې دا رقم د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

درېيم، په چين کې خلکو ته د کرونا وبا ضد تر ۲ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو زيات دوزه واکسين تزريق شوی.

څلورم، د چين بهرنۍ سوداګرۍ چټک پرمختګ کړی. د دغه هېواد د ګمرکاتو ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د چين د وارداتو او صادارتو عمومي ارزښت ۲۸ زره او ۳۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۲.۷ سلنه زياتوالی ښيي.

پنځم، د چين صلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا جريان روان دی. د دغه هېواد په جه جيانګ ولايت کې د ټولو خلکو د ګډ شتمن کېدو نمونوي سيمه، په شن جن ښار کې د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليزم د ابادۍ نمونوي سيمه، د شانګهای ښار په پو دونګ ناحيه کې د سوسياليزم د عصري کېدو لارښوونکې سيمه د جوړېدو په حال کې دي.

شپږم، چين (( له ۲۰۳۰م کال مخکې اوج ته د کاربن استنې اندازې د رسولو پلان )) خپور کړی او د کاربن ايستنې اندازې د ټيټوالي په اړه يې مشخصې موخې ټاکلي دي.

اووم، په چين کې د برېښنا د عرضې د ثبات لپاره د سکرو په وسيله د توليد شوې برېښنا د بيې د بازاري کېدو جريان پيل شوی.


اتم، چيني کېهانوردان په فضا کې په چيني سټېشن کې کار پيل کړی او د دغه هېواد د تيان ون لومړي نمبر په نوم اکتشافي دستګاه د مريخ پر سطحه باندې ښکته شوه.

نهم، د بېجينګ د اسهامو معاملو مرکز رسماً پرانيستل شو.

لسم، په چين کې د انحصار د مخنيوي او له نابرابرې سيالۍ سره د مبارزې لپاره د انحصار ضد ملي اداره جوړه شوې.