د ايران ملي ټليویزيون د ډسمبر پر ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان رئيس محمد اسلامي وويل، ايران نه غواړي چې د يورانيومو د غني کولو کچه ۶۰ سلنې ته لوړ کړي.
نوموړي وويل، چې د ايران ذروي پروګرام هدف دا دی، چې د خپل هېواد د صنعتي توليد او د مشتريانو ځانګړې تقاضا پوره کړي. د ايران ټول ذروي فعاليتونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ايجنسۍ له اړوندو مقرراتو سره سمون لري.