د ترکيې رسنيو د ډسمبر پر ۲۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد پوليسو په استانبول ښار کې پر ۱۳ شکمنو ځايونو پلټنې کړي، چې د داعيش په تړاو يې ۹ شکمن کسان نيولي او ګڼ شمېر اړوند اسناد يې تر لاسه کړي دي. ياد ۹ شکمن کسان بهرني دي، تر اوسه پورې ۶ تنه په ضمانت له بند څخه خوشې شوي او ۳ تنه لا بندیان دي.
د نوي کال په درشل کې د ترکيې امنيتي ادارې د ترهګرۍ ضد پلټنې زياتې کړې.