چين د سږکال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې د ترانسپورتي چارو د ثابتو داراييو پانګونه ۳۲۸۰ ميليارد يوانو ته رسېږي. د اټکل له مخې به په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې له ۹ زرو کيلومترو څخه زیات پوخ سړکونه او له ۱۶۰ زرو کيلومترو څخه زيات د کليوالو سېمو سړکونه ترميم او نوی جوړ شي او د ښارونو د رېل ترانسپورت اوږدوالی به له زر کيلومترو څخه زيات وي.
د تېر نومبر تر پایه پورې د چین او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډو د تګ راتګ شمېر ۱۴ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۳ سلنه زيات شوی. د نړيوالو باروړونکو الوتکو د تګ راتګ شمېر ۷۴ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵.۸ سلنه زيات شوی دی.
د سږکال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د چين د ليږد راليږد شويو مالونو شمېر ۴۷ ميليادو او ۵۰۰ ميليونو ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۵ سلنه زيات شوی دی.